اسلام آباد ۔ 15 اپرېل (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي ??زير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي يو وزير نه بدلوٶ٬ وزیراعظم عمران خان پېغام رالېږلې چې د وزيرانو د بدلون په اړه په ميډيا ناسم خبرونه خپرېږي٬ دا ډول خبرونه بايد د تصديق نه غېر ونه چلولې شي٬ غلطو خبرونو سره به زيان د هېواد رسي او په دې كښې د ميډيا هم زيان دې۔ وزير ځكه وزير دے چې وزيراعظم عمران هغه څخه مطمئن دې۔ آئی اېم اېف سره د مذاکراتو په اړه به اسد عمر تفصيلي خبره وكړي۔ مونږ قوي معيشت پلو روان يؤ۔ د ګل په ورځ اسلام آباد كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل كله هم چې آئي اېم اېف سره خبرې حتمي پړاؤنو څخه ??ېر??ږي دا ډول خبرې رامخې ته كېږي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د خزانې وزير آئي اېم اېف سره مذكرات كولو څخه وروستو پاكستان ته راروان دې۔ په راتلونكو دوه ورځو كښې د معيشت په اړه لوئې خبرونه رامخې ته شي ۔ ده ووئيل د وزيرانو د كاركردګۍ راپورونه وزيراعظم آفس ته رسېدلې دي۔ ده ووئيل د هر وزير د بدلون اختيار وزيراعظم سره دې۔ د دې ډول كومې پرېكړې په اړه به خبر وركولې شي۔ ده ووئيل د اېف اے ټي اېف په معامله كښې هم مثبت پېشرفت رامخې ته شوې٬ دې س??ه سره وفاقي ??زير چوهدري فواد حسېن په دې لړ كښې يو ټويټ هم جاري كړې كوم كښې چې هغه وئيلي چې د حكومتي وزيرانو د قلمدانونو بدلولو په اړه خبرونه رښتييا نه دي۔ د وزيرانو بدلول د وزيراعظم صوابديدي اختيار دې۔ ميډيا بايد دې لړ كښی د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔ په ټويټ كښې ده زياته كړه چې پاكستان مهم پړاؤ څخه ??ېر??ږي او دې ډول خبرونو سره اندېښنې پ??دا كېږي كومې چې د هېواد په ګټه نه دې