اسلام آباد ۔ 27 مارچ (اے پی پی) پاکستان كښې د بېلاروس سفیر آندری ایرمولووچ وئيلي دي د پاكستان حكومت بېلاروس سره دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ته خاص پاملرنه كوي۔ د كركيلې ٬ سائنس او فارما سوټيكل په شمول بېلو څانګو كښې كار روان دې۔ د نړۍ تر ټولو نوموړې كمپنۍ بېلاز پاكستان كښې ?? كا?? كندۍ څانګه كښې كارېدونكې درنه مشينري لګولې ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده چراټ سېمنټ فېکټرۍ كښې دستور?? ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د بېلاروس اولس مشر وزيراعظم عمران خان ته د خپل هېواد دورې كولو بلنه وركړې ده او هيله ده چې هغه به د روان كال تر پايې بېلاروس ته لاړ شي چې ورسره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي۔ په دې مهال د غلام فاروق ګر??پ ډائرېکټر شهریار فاروق، د ګریو پاکستان سی ای او عامر رضا او د بیلاز ډپټی ډائریکټر مېنجمنټ ویسلی شوستاک هم موجود وو۔ د ګریو پاکستان سی ای او عامر رضا دستور?? ته خپل خطاب كښې ووئيل پاکستان كښې د بېلاز كمپنۍ هېوي مشينري ګریوز کمپنی لانچ كوي چې ورسره به هېواد كښې د مائينګ څانګه كښې جدت رامخ?? ته شي او دا مشينرۍ به هېواد كښې د مائنګ څانګه كښې نورو كمپنيو ته هم وركولې شي۔