اسلام آباد 26 ما??چ (اے پي پي) د موسمياتې بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي كلين اېنډ ګرېن پاكست??ن پرو??را?? كښې د سركاري او نجي څانګې ګډون د ډاډ وړ دے ٬ د موسمياتي بدلون او پي ټي سي اېل ترمېنځه تفاهم د مهم قامي مقصد پلو مهم پېشرفت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوهمې وزيرې د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون وزارت او پاكستان ټېكي كميونيكېشن لېمټډ(پي ټي سي اېل) ترمېنِځه د تفاهم يادښت لاسليك كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دې ووئيل كلين اېنډ ګرېن پاكستان د وزيراعظم وژن دے او ھغوي هېواد ګرين ٬ پاك او ما??ول دوسته ليدل غواړي چې مقصد ئې د ځنګلونو وهلو لاره نيولو او د زياتې اونو بوټو نالولو سره د ځنګلونو زياتولو لپاره اقدامات كوٶ۔ دې ووئيل په دې قامې او انساني مقصد كښې مونږ له د نجي څانګې مرسته ډېره مهمه ده۔ دې ووئيل د پي ټي سي اېل 3 زره رضاكار د اولسي خدمت په بېلا بېلو كارونو كښې بوخت دي كوم چې به كلين اېنډ ګرېن پاكست??ن پرو??را?? له مرستياله وګرځي۔ زرتاج ګل ل د پي اټي سي اېل لخوا په آغا شاهي اېونيو ٬ چاند تاره چوك او لاهور كښې د شجركارۍ د تجويز ستائنه كولو سره ووئيل د پي ټي سي اېل د سماجي ذمه وارۍ پرو??را?? مهم دے مونږ دا غواړو چې دا پرو??را?? شجركارۍ لپاره بېلول پكار دې۔ دې ووئيل د ما??ول تحفظ لپاره د ميډيا كردار هم مهم دے چا چې د حكومت كلين ګرين پرو??را?? په مثبت ډول رامخې ته كړې۔ په دې موقع د پي ټي سي اېل چيف اېګزېكټو او د موسمياتي بدلون وزارت دوهم سېكتر هم وېنا وكړه