اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) اول?? مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د اول?? مشر چوكۍ غېر سياسي ده او په ما لويه ذمه واري پرته ده ٬ زه به ټولو سره په ګډه ګامونه اخلم ٬ حكومت ا?? سپريم كورټ د كرپش مخنيوي لپاره كوټلې اقدامات كړې ٬ هېواد كښې جمهوريت مستحكم دے او هېڅ خطر نه شته٬ په اتلسم بدلون كښې بهتري پكار ده ٬ سول او ملټري اړيكې په زړه پورې ډول روانې دي۔ اول?? مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې د شورو په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې كړې۔ ده ووئيل نواز شریف سره ملاقات لپاره د زيارت ورځ ټاكلې شوې او په ھغه ورځ يوازې كورنۍ سره د ملاقات كولو اجازه وركړې شوې ۔ اول?? مشر ووئيل تعليم يافته اولس ته اندازه لګېدلې چې كرپشن په هېواد لكه د چينجي لګيا دے۔ ده ووئيل حكومت ا?? سپريم كورټ د كرپش مخنيوي لپاره كوټلې اقدامات كړې او حكومت به د كرپشن په كېسونو هېڅ ډول سمجهوته اونه كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب اول?? مشر ووئيل نوي پاكستان كښې كنفرنس آف تهاټ ته اړتيا ده۔ ده ووئيل اوس پاكستان د ازمېښت نه وتلې دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان كښې د قانون له مخې مېرمنو ته قانوني وراثت نه ترلاسه كېږي په دې لړ كښې به اسلامي نظرياتي كونسل ته چيټۍ ليكوو۔ ده ووئيل وزيراعظم پخپله ځان مثال ګرځولې او د كفايت شعارۍ پلو ئې ګام پورته كړې۔ ده ووئيل د وزيراعظم د كفايت شعارۍ كمپائن ډېر اهميت لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګرده نړۍ كښې د كډوالو څخه انكار كېږي او زياتره ار??پائي هېوادونه كډوال او د ھغوي ماشومان سمندر كښې ډوبېدو ته پرېښودلې خو پاكستان كښې د غربت باوجود 35 لكه افغان كډوالو ته تحفظ وركوٶ۔ د سول ملټري اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب اول?? مشر ووئيل سول او ملټري اړيكې په غوره كچه دي