اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي په برتانيه كښې د كشمير يووالي ورځې په اړه په غونډو كښې ګډون كولو لپاره لندن ته ورسېدو۔ په هيتهرو هوائي اډه د پاكستان هائي كمشنر نفيس زكريا او د پاكستاني هائي كميسون نورو اعلٰي چارواكو د ده هركلې وكړو۔ خارجه وزير به د برتانيې په پارلمان كښې نړيوال ??شمير كنفرنس ته وېنا كوي او د كشمير په اړه په يو شمېر غونډو كښې به ګډون كوي۔ په كشمير نړيوال ??نفرنس كښې ګډون كولو لپاره د سېنېټ د خارجه چارو قائمه ??مېټې غړي د س??اتور سيد مشاهد حسېن په مشرې كښې د وړاندې نه لندن ته رسېدلي دي كوم چې د دې خ??رې ثبوت دے چې د كشمير په مسئله د پاكستان ټول سياسي ګوندونه يو ډول دريځ لري۔