بيجنګ 04 نومبر (اے پي پي﴾نړيوالې ورځپاڼې ګلوبل ټائمز د وزيراعظم عمران خان د چين دوې په اړه په خپل يو آرټيكل كښې وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان د چين اوسنۍ وړومبۍ سركاري دورې په راتلونكو پنځو كلونو كښې د چين پاكستان مرستې د مضبوطولو بنياد اېښي٬چين او پاكستان سدا بهار د تزويراتي مرستې شراكتدار دي٬دواړه هېوادونه يو بل سر?? د ??لاتړ او د نزدې مرستې د اوږدې مودې اړيكې لري او د دواړو هېوادونو اولس هم دې ته د زړه نه فوقيت وركوي۔په آرټيكل كښې وئېلي شوي دي چې سږ كال د جولائي په مياشت كښې عمران خان پاكستان مسلم ليګ(ن)او پيپلز ګوند ته ماتې وركړې او د هېواد وزيراعظم ټاكل شوې۔دې سره د دې دواړو سياسي ګوندونو د دريو لسيزو نه روانه سياسي غلبه ختمه شوې۔په پاكستان كښې زيات اولس باور لري چې عمران خان انقلابي شخصيت دې۔ورځپاڼې ليكلې دي چې د انتخابي كمپائن په مهال د عمران خان د انصاف او د بدعنوانۍ مخ نيوي نارو په لويه شمېره خلكو او په خاص توګ?? د ??ېواد ځوانان راغب كړې دي۔د چينائي اولس مشر شي جن پنګ سره په ملاقات كښې وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې هغه د غربت او بدعنوانۍ خاتمې ??پا??ه د چين د تجربو څخه زده كړې كولو ??پا??ه راغلې دې۔ددواړو هېوادونو ترمينځ?? د ??رستې زياتولو ګڼ شمېر لوظ نامې او دستاويزات هم لاس ليك شوي دي۔عمران خان په شنګهائي كښې د چين د انټرنېشنل امپورټ ايكسپو اعزازي مېلما هم دې۔ورځپاڼې ليكلې دي چې سي پېك د دواړو هېوادونو ترمينځه يوه لويه شريكه پروژه ده٬سي پېك اسلام آباد ??پا???? د ??ا غېر ملكي سرمايه كارۍ ترغيب ??پا??ه مرسته كونكې پروژه كېدې شي۔د دې پروژې له مخې د توان په څانګه كښې د وړاندې نه لويې كاميابۍ ترلاسه كړې شوي دي۔ورځپاڼې ليكلې دي چې د اصلاحاتو ضرورت دې او چين په دې لړ كښې هر ډول مرستې كولو ته راضي دې