اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی) الېکشن کمېشن وئيلي دي صدارتي ټاكنو له قامي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبو كښې پولنګ نن د نهې په ورځ كېږي۔ پولنګ به سحر 10 څخه تر ماځيګر 4 بجو دوام لر??۔ په دې مهال به مقابله د درېو كانديدانو ترمينځھ وي۔ د ووټونو شمېرې نه وروستو به په ف??رم 5 نتيجه جوړولې شي۔ د ګل په ورځ الېكشن كمېشن نه بهر ميډيا سره خبرو كښې د ميډيا اے ډي جنرل نديم قاسم ووئيل د كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو آخري نېټه 27 اګست ټاكلې شوې وه۔ تر دغه نېټې 12 كانديدانو خپل كاغذونه جمع كړي په كومو كښې چې د 8 كانديدانو كاغذونه رد كړې شوي۔ د مسلم ليګ (ن) كانديد امير مقام خپل كاغذونه بېرته اخستې او اوس مقابله د مولانا فضل الرحمن ٬ ډاكټر عارف علوی او اعتزاز احسن ترمينځه ده۔ د ووټرانو حتمي فهرست به پريذائيډنګ چارواكو ته سپارلې شي۔ د پولنګ په مهال به د صوبائي اسمبلۍ او پارلمان امنيت ذمه واري رېنجرز سره و??۔ په 5 م ستمبر به د انتخابي نتيجو په ف??رم 7 نوټيفكېشن جاري كولې شي۔ د الېكشن كمېشن ترمخه د ميډيا نمائندګانو ته به پرېس ګېلري څخه د كورېج اجازه و??۔ فوټېج به يوازې پي ټي وي جوړوي كوم به چې هغه ټولې ميډيا ته جاري كوي۔ د پولنګ عمل پايې ت?? په رسېدو به پریذائیډنګ افسر شمېره كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب د الېكشن كمېشن چارواكي ووئيل د درېو واړو صوبائي اسمبليو كارولې شوې ووټونه به د بلوچستان اسمبلۍ په 65 ووټونو تقسيمولو سره شمېرلې شي۔ بلخوا د بلوچستان اسمبلۍ ٬ سېنېټ او قامي اسمبلۍ به يو يو ووټ شمېرلې شي