پیښور 15 اګست (اے پي پي) ??ه صوبائب اسملۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف كانديد مشتاق ??ني 81 رائے ترلاسه كولو سره د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر او محمود جان د 78 رائے ترر لاسه كولو سره دوهم سپيكر ټا??لې شوې دي ٬د متحده اپوزيشن لخوا د سپيكر كانديد لائق محمد خان ٢٧ او د دوهم سپيكر كانديد جمشيد خان 30 رائے ترلاسه كړې دي ۔د سپيكر ټا??نې عمل د پريزائيډنګ افسر سردار اورنګزېب نلهوټه په مشرۍ كښ?? پېل شو ٬ په پېل كښې دواړو كانديدانو تجويز كونكې او تائيد كوونكو نامې واخستلې شوې دغسې د چترال پي كے ون څخه هدايت الرحمان وړومبنې ووټ كاسټ كړو٬د ټا??نو عمل په آخر كښې د اېم اېم اے اقليتي غړي رنجيت سنګه د رايو حق وكارولو او بيا د رايو شمېرې عمل پېل شو٬د شمېرې نه پس د پريزائيډنګ افسر اورنګزېب نلهوټه نوي سپيكر مشتاق ??ني كامياب وګرځولو٬ هغه 81 او مقابل لائق محمد 27 رائے ترلاسه كړې ٬ پريزائيډنګ افسر اورنګزېب نلهوټه د نوي سپيكر څخه سوګند واخست۔د سوګند پورته كولو نه وروستو مشتاق ??ني ووئيل ايوان به په ګډه چلوو٬د جمهوريت ښكلا دا ده چې په دې كښې اختلاف رائے ته ځاې وركولې شي٬دا مهال د دوهم سپيكر د ټا??نې پړاؤ تر سره كول دي او دغسې د دوهم سپيكر لپاره پولنګ پیل شو ٬ د پولنګ په پاې كښې سپيكر مشتاق ??ني د نتيجو اعلان وكړو چې له مخې يې د پي ټي آئي كانديد محمود جان 78 رائے او د هغه په مقابل كښې كانديد جمشيد خان 30 رائے ترلاسه كړې۔په دوهم سپيكر ټا??لې كېدو سپيكر مشتاق ??ني د محمود جان څخه سوګند واخست۔د يادونې وړ ده د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ كښې د ټا??نو لپاره 108 كانديدانو د رايو حق كارولې چې پكښې كومه رائے مسترد كړی شوې نه ده٬آزاد كانديد محمد ديدار او د پي پي نګهت اوركزئي د صوبائي اسمبلۍ سپيكر لپاره ووټ نه دې كاسټ كړی او د دوهم سپيكر شپ لپاره ټولې 109 رائے كاسټ شوي چې پكښې يو مسترد كړې شوې