بيجنګ 12 اګست (اے پ?? پي) د چين پخواني سفارتكار او د چارچر انسټي ټيوټ سنيئر ريسرچ فېلو چنګ جيانګ وئيلي دي چې د عمران خان لخوا د وزيراعظم په توګه د سوګند پورته كولو نه پس به د پاكستان او چين سدا بهار دوستي او ستراتېژېكي شركت لا قوي شي۔ د اتوار په ورځ اے پ?? پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پاكستان او چين په اړيكو كښې به كوم بدل??ن نه راځي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ا??يكې به په سباؤن كښې لا قوي شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د عمران خان په مشرې كښې دريم ګوند په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ تحريك انصاف د عمران خان په مشرې كښې دې نعرې سره په ټولټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړې چې هغه به د كرپشن په ضد مبارزه كوي او اصلاحات به ??او??ي۔ ده ووئيل چې عمران خان ته به خپل لوظونه پوره كولو لپاره سخته خواري كول وي۔ د پاكستان او د هند اړيكو په اړه ده ووئيل چې عمران خان د كاميابې نه پس د دواړو هېوادونو ا??يكې معمول ته د راوستلو امېد پېدا كړې او د هند وزيراعظم هم امن او استحكام لپاره د عمران خان د خواهش ستائنه كړې۔ د سي پېك په اړه ده ووئيل چې د پاكستان لوړه اقتصادي شرح په ځائ ساتلو كښې س?? پيك مهم كردار ترسره كړې۔ د دې پروژې به نه يوازې اقتصادي ګټه وي بلكې دې سره به د خلقو د ژوند معيار لوړ شي او سماجي ګټه به هم وركړي۔ ده ووئيل چې دې پروژې سره پاكستان د توان په مسئله قابو موندلې او هيله ده چې دې پروژې سره به ځائي خلقو لپاره د روزګار 10 لكه موقعې پېدا شي۔