اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اق??ال په مشرۍ كښې د قامي احتساب بيورو ( د اېګزېكټو بورډ غونډه د شورو په ورځ اسلام آباد كښې وشوه۔ د قامی احتساب بېورو (نېب) د اېګزېكټو بورډ غونډه ??ښې د پخواني خارجه وزير خواجه محمد آصف، پخواني دوهم وزیر رانا محمد افضل، پخواني صوبائي وزیر رانا مشهود، او د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي رائے منصب پشمول د سياست مدارو په ضد د مقدمو كاروائ تر ټاكنو د موخر كولو او د جولائي د 25مې ني??ې په انتخاباتو كښې د برخه اخستوونكو سياست مدارو د نه نيولو پرېكړه كړې ده ۔ په غونډه ??ښې د نورو يو شمير اړوندو چارو منظوري هم وركرې شوه او د بېلا بېلو چارو او كېسونو جاج واخستلې شو