لاهور 06 مئي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د اوسني حكومت د مودې پوره كېدو نه پس به نګران حكومت راځي او د جمهوريت تر ټولو لوي جنګ به د پنجا?? په خاوره كېږي٬ اولس دې د آئين حكمرانې او ووټ ته عزت وركړئ٬ زمونږ د مشن كاميابې لپاره زمونږ لاسونه مضبوط كړي۔ ده دا خبرې د اتوار په ور?? په والټن لاهور كښې اولسي غونډې او وركرز كنونشن ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع نور ليګي مشران هم موجود وو۔ خواجه سعد رفيق ووئيل چ?? اولس ته ښه معلومه ده چې څوك خبرې كوي او څوك كار كوي۔ كه په عمران خان كښې همت وي نو په مېدان دې مقابله وكړي۔ ده ووئيل چ?? مونږ د چا نه نفرت نه كوو٬ زمونږ څوك دښمن نشته او نه مونږ د چا دښمنان يو۔ د ر??يې اختلاف كېدے شي خو مونږ تر شين بېرغ لاندې ټول متحد يو۔ ده ووئيل چ?? مونږ په وخپل ټاكنې غواړو خو عمران خان دا غواړي چې يوې يوې نيمې مياشتې لپاره ټاكنې وځنډېږي۔ ده ووئيل چ?? د هغه د سازشونو په وجه د هېواد پرمختګ ته زيان رسېدلې۔ ده ووئيل چ?? د عمران خان ذكر كول وخت ضائع كول دي۔ ټاكنې رانزدې دي٬ د 21 كروړه اولس پرېكړ?? به بل څوك نه بلكې هغ?? به ئې په خپله كوي٬ِ بايد بدلون د ووټ د لارې راشي۔