اېبټ آباد 31 مارچ (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ دوهم ??پي??ر مرتضي جاوېد عباسي وئيلي دي چې مشرف د عدالتونو اشتهاري دے٬ د هغه كوم نوټس نه راځي٬ جمهوريت ډي رېل كوونكي به د اولس د غضب نه بچ نه شي۔ د مارشل لا خبرې كوونكي نا??ان دي٬ سي پېك پروژه به د هېواد تقدير بدل كړي۔ د وزيراعظم او پاك پوځ په مرسته په اېبټ آباد كښې د انټرچېنج پروژه منظوره كړې ??وې او په دې به ډېر زر كار پېل شي۔ ده دا خبرې تېره ورځ په اېبټ آباد كښې د سي پېك ټنل پروژې پھ اړه په ??ري??نګ كښې د ګډون كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل چې د ټاكنو كميسون لخوا په شويو حلقه بندو سختې اندېښنې لرم او په دې لړ كښې به د ټاكنو كميسون او سترې محكمې ته مراجعه كولې شي۔ ده ووئيل چې د اولس د ووټ تقدس به تر پښو لاندې كولو ته پرې نه ښودل شي٬ ده ووئيل چې كوم خلق د جوډيشل مارشل لا او فوجي مارشل لا خبرې كوي٬ ستره محكمه دې د دوي په ضد كارروائي وكړي۔ دوهم ??پي??ر ووئيل چې د اېبټ آباد ټنل پروژه به تر جولائي كال 2019ټ ترسره شي۔