ډېووس 25 جنوري(اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره د اي اېن آئي چيف اېګزېكټو افيسر (سي اي او) كلاډي?? ډسكالزي ډيووس ك??ې د نړيوال فورم په موقع ??يدلي دي ۔ وزيراعظم د اي ائن آئي پاكستان كښې كار كول او د ځائي آبادۍ سماجي او اقتصادي بهترۍ لپاره هڅې وستائېلي۔ ده پاكستان ك??ې د توان طلب ترسره كولو ك??ې د اي اېن آئي د فعاله كردار هم ذكر وكړو او په بېلا بېلو منصوبو ك??ې د كمپنۍ شموليت په خاص توګه د اوبو٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ٬ تعليم ٬ صحت او ماحولياتي تحفظ ته د رسنې پحقله اقدامات وستائيل۔ په دې موقع ??زيراعظم ووئيل اوسني حكومت د كمرشل ٬ صنعتي او د كورنو مصرف كوٶنكو د توان ضروروتونه په ترسره كولو كښې كاميابي ترلاسه كړې او نن پاكستان اضافي برېښنا او ګاز لري۔ د اي اېن آئي چيف اېګزېكټو افيسر د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي مننه وكړه او د پاكستانو مصرف كوٶنكو لپاره د توان پائېداره وركړې لپاره ئې د خپلې بمرستې باور وركړو۔ د يادونې وړ ده اي ائن آئي د تېلو او ګاز ملټي نېشنل كمپني ده كومه چې د نړۍ په 73 هېوادونو كښې كار كوي او د رېوېنو پحقله په سلو لويو كمپنو كښې شمېرلې شي ٬ اي اېن آئي د كال 2000 نه پاكستان كښې كار كوي او پاكستان ك??ې د قدرتي ګاز د لټون درې لوي پرمټس لري۔د ملاقات په مهال د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او سينئر چارواكي هم موجو?? وو