بهكر 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې مسلم ليګ(ن)د نعرو پ?? ځاې د اولس خذمت كړې٬د ??نځه كاله كاركردګۍ په بنياد به اولس په جولائي 2018 كښ?? يوځل بيا مسلم ليګ(ن)له رائے وركوي٬په راروانو ټول ټاكنو كښ?? به د لعنت وئيونكو او خذمت كونكو ترمينځه مقابله وي٬باشعوره اولس به خذمت كونكي ټاكي٬څوك كه همت لري صوبائي اسمبلۍ دې ختمې كړي٬اولس به د دې حساب د دوي نه په راروانو ټول ټاكنو كښ?? اخلي٬صحت كارډ د نواز شريف سوچ و۔د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په ا ېن اے 73 كښ?? د برېښنا او نورو پرمختيائي پروژو لپاره د 1 ارب روپو٬بهكر كښ?? د پوهنتون جوړولو٬دريا خان او كلور كوټ تحصيلونو له د ګاز وركولو اعلان كړی۔ده د خالي په ورځ په بهكر كښ?? د صحت كارډ اجرا نه پس اولسي غونډې ته خطاب كولو۔وزيراعظم ووئيل زه په دې ډېره خوشحاله يم چې ستاسو پخوانۍ غوښتنه ترسره شوه۔ما ته نواز شريف په خاص توګه وئېلي وو چې د 20 كالو نه د كومې وعدې ترسره كولو موقع نه ده ترلاسه شوې٬په دې وعده بشپړولو هغوي له مباركي وركه۔په 7 اربه روپۍ لګښت د پل دا پروژه به بشپړه شي او د ساعتونو سفر به دقيقو له راشي۔ده ووئيل دا دوو صوبو پ??وست كولو پ?? دې۔ده ووئيل په تېرو 65 كلونو كښ?? 580 كلوميټره موټروے جوړې شوي دي او هغه هم مسلم ليګ(ن)جوړې كړی دي خو پ?? دې پنځو كلونو كښ?? 1700 كلوميټره موټروے ?? 5 زره كلوميټره سړكونه جوړېږي٬ چې كوم كلي ته لاړ شي د صوبائي حكومت كارونه به درته ښكاري۔ده ووئيل حكومت په پنځو كلونو كښ?? په زرګونو مېګاواټ برېښنا پیدا كړې۔د ګاز كمې لرې كوو او پ?? كومو ښارونو كښ?? چې ګيس نه وو هلته ګيس وركوو۔په كلور كوټ او دريا خان كښ?? به هم ګاز وركړی شي۔وزيراعظم ووئيل څومره كارونه چې په 65 كلونو كښ?? نه وو شوې يوازې په پنځو كلونو كښ?? وكړی شو۔ده ووئيل دوه درې ورځې وړاندې په مال روډ لاهور وېنا كونكي زيات وو او اورېدوكي لږ وو٬د ??غوي په نوم اخستلو وخت نه ضائع كوم٬د ??غې جلسې وېنا كونكو د آئين تحفظ كونكي پارلمان باندې لعنت وئېلې٬دا په سياست كښ?? وړومبې مثال دې چې كوم خلك د اقتدار سياست كوي هغه په هغه اداره لعنت وائي په دې سياست مونږ نه پوهېږو۔ده ووئيل د نواز شريف سياست د شرافت خذمت او د پاكستان د پرمختګ سياست دې٬زمونږ سياست د لعنت وئېلو نه دې۔ده ووئيل زما تاسو سره وعده ده تر ټاكلي وخت به د(ن)ليګ حكومت به دوامدار وي او ستاسو خذمت به روان ساتي۔په دې مهال سناتور ظفر الله ډانډله٬د ??امي اسمبلۍ غړي عبدالمجيد خان٬ډاكټر افضل ډانډله٬ملك ابرار٬وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ٬صوبائي وزيران٬د صوبائي اسمبلۍ غړي او د مسلم ليګ لارښود هم موجود وو۔وزيراعظم مستحق كسانو له د صحت كارډ په وركولو بهكر كښ?? باقاعده د پروګرام اجرا وكړه