اسلام آباد 15 جنوری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن له مخې كار كوونكې تاريخي٬علمي او ادبي ادارو مثالي كاركردګي د ستائنې وړ ده كومې چې په ټول??ه كښې د امن٬اخوت او خېرسګالۍ جذباتو ته وده وركول?? لپاره اهميت لري۔ده دا خب??ه د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن لپا??ه د وزيراعظم صلاحكار عرفان صديقي سره خبرو كښې كړې چا چې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔اولس مشر ووئيل علم او ادب د ټولنې ذهني او روحاني روزنې لپاره ډېر مهم كردار ترسره كوي۔دې سره س??ه د خپل تاريخ ورثې حفاظت او د خپلو مشرانو د كارنامو څخه خبرتيا لپاره ځوانان د ښه قامي كردار ادا كول?? لپاره چمتو كوي۔اولس مشر ووئيل د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن د سيورې لاندې چلېدونكې ادارې د تېره څه موده نه د قدر وړ كردار تر سره كړې۔ده د وزيراعظم صلاحكار خذمات ستائېلو سره هيله څرګنده كړه چې د دې ادارو فعاليت او كاركردګي به لا ښه كړې شي۔په دې م??قع عرفان صديقي د قامي تاريخ او ادبي ورثه ډويژن د سيوري لاندې د چلېدونكو تاريخي٬علمي او ادبي ادارو كاركردګۍ څخه اولس مشر خبر كړو