اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د چين٬ روسيې٬ اېران٬ تر??يې او افغانستان سپيكرانو وئيلي دي چې د تر??ګرې خاتمې او په منقطه كښې امن او خوشحالې لپاره په ګډه كار كولو ته ضرورت دے٬ د تر??ګرې په ضد جنګ كښې به اخلاص ٬ انټېلي جنس مرسته كول او د تر??ګرې بنيادي وجوهات له مېنځه وړل وي٬ د شريكې مرستې ودې لپاره د امنيتي كمېټې د تجويزونو ملاتړ كوو۔ د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې د شپږو سيمه ايزو هېوادونو د سپيكرانو وړومبي كنفرنس ته په خپله وېنا كښې د افغانستان د اولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي ووئيل چې تر??ګري زمونږ بقا لپاره يو خطر دے او مونږ ټول دې سره مخ يو او د دې په ضد د مبارزې كولو او يو بل سره د روابطو زياتولو د عزم مونږ مننه كوو۔ ده ووئيل چې تر??ګر هر چرته وي٬ هغه تر??ګر وي٬ تر??ګر عناصر بې ګناه خلق په نښه كوي٬ د څو لسيزو څخه په ځانمرګي بريدونو كښې ماشومان او ښځې په نښه كېږي او په مذهبي ځايونو بريدونه كولې شي۔ ده ووئيل چې د تر??ګرې په ضد افغانستان په وړومبي صف كښې دے او دا جنګ د قوي مرستې نه بغېر نه ګټل كېدے۔ ده ووئيل چې ځينې طاقتونه تر??ګري د سياسي وسلې په توګه كاروي كوم چې د افغانستان او پاكستان پشمول ټولو لپاره خطر دے۔ ده ووئيل چې تر??ګر په زمكي لارو افغانستان ته داخلېږي٬ د دې مخ نيوي لپاره د ګاونډي هېوادونو تر??ېنځه د مرستې سخت ضرورت دے۔ د اولسي جرګې مشر ووئيل چې مونږ په سيمه ايزه توګه يو بل سره تړلي يو او مونږ يو ډول كلتور او روايات لرو٬ د منطقې هېوادونه ډېرې وسيلې لري٬ بايد چې په كار رواستل شي۔ كه د غوره معيشت٬ تعليم او نورو بنيادي اساني وركړې شي او د تر??ګرې په ضد په ګډه مبارزه وكړې شي نو په دې كښې د ټولو ګټه ده۔ ده ووئيل چې افغانستان د مېنځې ختيز او د سوئيلي اش??ا پشمول د منطقې تر??ېنځه رابطې لپاره تيار دے۔ كنفرنس ته د چين د نېشنل پيپلز كانګرېس د قائمه كمېټې وائس چيئرمېن ينګ پن په خپله وېنا كښې ووئيل چې په نړۍ كښې د بدلون له امله د پرمختګ او امن نزدې تعلق دے٬ د تر??ګرې له امله سلامتيا ته ورپېښدونكې خطرې مخ په زياتېدو دي٬ په دې سخت وخت كښې د اتحاد د لارې د دې مخ نيوې كېدے شي۔ ده ووئيل چې چين نړيوالې ټولنې سره په ګډه د تر??ګرې خاتمه او روابظ زياتول او د مذاكراتو د دلارې شخړې حل كول غواړي۔ د چين د ون روډ ون بېلټ پروژه سيمه ايزو روابطو لپاره ده۔ زمونږ هېواد به په نړيوال امن او پرمختګ كښې خپل كردار روان ساتي۔ د اېران سپيكر ډاكټر علي لاريجاني ووئيل چې د منطقې مهم هېوادونه په مهمو موضوعاتو خبرې كولو لپاره رايوځائ شوي دي٬ دا خبره د فكر ده چې د تر??ګرې په ضد اتحاد په دې وروستيو كښې ولې ناكام شوے۔ دا مهمه پوښتنه ده كومه چې سپيكر اياز صادق كړې۔ په دې اتحادونو كښې شامل ځينې هېوادونه اصل اتحادي نه دي بلكې خپل اهداف تر??اسه كول غواړي او مونږ د دريو لسيزو نه د تر??ګرې په ضد بوخت يو۔ ده ووئيل چې د تر??ګرې په وجوهاتو كښې يوه وجه په افغانستان د سويټ يونين قبضه او اوس د امريكې او ناټو ځواكونو موجودګي ده۔ د دې له امله دلته تر??ګر زيات شول٬ په عراق د امريكې د بريد نه پس تر??ګرو ډلو د ځوانانانو جذبات راوپارول۔ د دې نه علاوه د تر??ګرو د بېلا بېلو ذريعو څخه مالي مرسته٬ صهيوني كمپائن٬ غربت او د پرمختګ نشتوالې هم د تر??ګرې وجوهات دي۔ د تر??ګرې په ضد جنګ سره سره به مونږ ته د دې په بنيادي وجوهاتو هم غور كول وي او دې سره بايد مونږ د امريكې د كمپائن برخه هم جوړ نه شو۔ ده د اياز صادق لخوا د شريكو هېوادونو تر??ېنځه د امنيتي كمېټې جوړولو تجويز سره اتفاق وكړو۔ ده ووئيل چې د مالياتي ادارو٬ اېن جي اوز او د خېراتي ادارو د لارې د تر??ګرو د مالي مرستې مخه به نيول وي۔ ده ووئيل چې امريكا د كال 2001م څخه د تر??ګرې د خاتمې په نوم په افغانستان كښې مېشته ده او هغه دا لا زياتوي۔ كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د روسيې د ډوما سپيكر ياچشليو وي ولودن ووئيل چې نننۍ كنفرنس د تر??ګرې په ضد جنګ او سيمه ايزې رابطې زياتولو لپاره ډېر مهم دے٬ په مېنځني ختيز كښې د بدلون له امله روسيه او د مېنځني ختيز هېوادونه نېغ په نېغه آغېز من كېږي۔ده ووئيل چې د منطقې د هېوادونو تر??ېنځه د پارلماني روابطو لا ښه كولو ضرورت دے٬ مونږ په ګډه د تر??ګرې په ضد ښه جنګ كولې شو او دا جنګ زمونږ شريك هدف دے۔ د تر??يې د ګرېنډ نېشنل اسمبلې سپيكر اسماعيل قهرمان ووئيل چې زمونږ منطقه سختو خطرو سره مخ ده٬ د تر??ګرې په ضد ټول هېوادونه په وخت دلته راجمع شوي دي۔ تر??ګري د انسانيت په ضد يو جرم دے او دا يو شريك دښمن دے٬ د دې په ضد په ګډه د جنګ كولو ضرورت دے او بايد په دې په هره كچه غور وكړې شي۔ ده ووئيل چې په دې وروستيو كښې يروشلم د اسرائيل پايه تخت ګرځولو په اړه د امريكائي اولس مشر د پرېكړې په ضد تر??يې دا معامله ملګرو ملتونو ته ورسوله چرته چې سره د ټول فشار د هغه د دې پرېكړې په ضد قرارداد منظور شو٬ مونږ د قرارداد په حق كښې د رائې وركوونكو هېوادونو مننه كوو۔ ده ووئيل چې تر??يه په خپله د اوږدې مودې څخه د تر??ګرې ښكار ده٬ د ګولن د تنظيم په ضد مونږ جنګ كوو۔ ده ووئيل چې هغه دا كنفرنس د يو مستقل پلېټ فارم د جوړولو د تجويز ملاتړ كوي٬ د تر??ګرې په ضد جنګ اقتصادي پرمختګ او خوشحالې لپاره لازم دے۔