کوئټه 14 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئ??لي دي بلوچستان كښې امن لپاره د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د اهلكارو قربانۍ بې م??اله دي٬ د امن وضعه ښه كولو لپاره به وفاقي حكومت د بلوچستان حكومت هر ممكنه مرسته كوي۔ وزيراعظم دا خبرې د نهې په ورځ بلوچستان كښې د امن پحقله د غونډې م??رۍ په م??ال وكړې۔ د وزیراعظم دفتر ميډيا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئۍ، د بلوچستان وزیراعلیٰ سردار ثناء اﷲ زهري، د سېفران وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ، د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه، د سدرن كمانډ کمانډر لېفټېننټ جنرال عاصم سلیم باجوہ، د اېف سي آئي جي ٬ د بلوچستان داخله وزير، چیف سېكتر ، د پوليس آئي جي او نورو سينئر چارواكو هم ګډون وكړو۔ د غونډې په م??ال كوئټه كښې د ترهه ګرۍ په اوسنۍ پېښه كښې شهيدانو لپاره دعا وكړې شوه۔ د بلوچستان هوم سېكتر صوبه كښې د امن او امان په اړه غونډې ته تفص??لي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د شيعه زائرينو لپاره په امنيتي اقداماتو تفص??لي خبرې هم وشوې