اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار سره د ټېكس اصلاح??تو كمېسون د عملدرآمد كمېټۍ غړو ليدلي۔ د ملاقات په مهال د ټېكس نظام د اپ ګرېډېشن په طريقو خبرې اترې وشوې۔ د كمېټۍ چيئرمېن او د وزيراعطم ريونيو لپاره خاص مرستيال هارون اختر خان او د اېف بي آر چارواكي هم په ملاقات كښې موج??د وو۔ وفاقي وزير د ټېكس اصلاح??تو كمېسون د كار ستائنه كولو سره ووئيل حكومت د تجويز كړې شوې اصلاح??تو د نفاذ عزم لري او په دې لړ كښې د ټېكس اصلاح??تو د عملدرآمد كمېټي جوړه كړې شوه ده۔ ده ووئيل د رېونيو وصولۍ٬ ټېكس وركوٶنكو ته آسانۍ او د ټېكس نظام د موثر ا??تظ??م پحقله د سفارش??تو په ترجيح??تو به په موثره توګه عملدرامد كولې شي۔ په دې موقع د اېف بي آر چيئرمېن ووئيل تر 18م اكتوبر د جمع شويو ګوشوارو شمېره 4 لكه 6 زره 310 رېكارډ كړې شوې كومه چې د تېر كال په دومره موده كښې يو لك 92 زره 59 وه۔ د خزانې وزير په دې لړ كښې د اېف بي آر چارواكو ته د هلو ځل?? روانو ساتلو تاكيد وكړو