نيويارك 20 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئ??لي دي د پاكستان په حقله د امريكې پالېسۍ كښې د كوم لويې بدلون توقع نه لرو٬زمونږ هېواد د ټرمپ انتظامې سره په خاص توګه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كار كول غواړي ۔د ملګرو ملتونو عم??مي اسمبلۍ 72مې غونډ?? په موقع سي اېن اېن سره پھ خپله مركه كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل سيمه كښې د پاكستان د كار په تګلاره د رايو اخت??اف كېدې شي۔اړيكو كښې لاندې باندې راځي خو بايد دغه اړيكو ته د افغانستان په سترګه ونه كتلې شي۔دا 70 كاله پخواني اړيكې دي مونږ به تل د امريكې اتحاديان يو او په خاص توګه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې شراكتدار يو۔د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاكستان په حقله د پالېسۍ په اړه د يوې پوښتن?? په ځواب شاهد خاقان عباسي دا د رايو اخت??اف دے ٬هغه ووئېل پاكستان دې صورتحال ته په بېلو زاويو ګوري٬زمونږ هېواد د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې زيان پورته كړې۔ده ووئيل نن هم زمونږ عسكر د دې لعنت په ضد جنګ كښې بوښت دي۔د يوې بلې پوښتنې پھ ځواب وزيراعظم ووئيل ترهه ګري د ټولو لپاره خطر دے۔ده ووئيل پاكستان ته د هند څخه خطر دے چا چې زمونږ په ضد درې جنګونه كړي٬هند ات??مي هېواد دے٬مونږ څو وارې د هغوي په ضد خپله دفاع كړی۔د يوې پوښتن?? په ځواب وزيراعظم ووئيل پاكستان د هند خطر ترمخه ات??مي وسلې جوړوي۔ده ووئيل ما د امريكې دوهم اولس مشر په دې اړه د پاكستان د دريځ څخه خبر كړې۔ده يو ځل بيا ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امريكې سره كار كولو له چمتو دے ځكه چې ترهه ګري شريك د??من دے۔د شمالي كوريا ات??مي پروګرام په اړه ده ووئيل بايد شمالي كوريا د نړيوال قوانين پابندي وكړي۔ده ووئيل د شمالي كوريا په ات??مي پروګرام پاكستان هم تحفظات لري۔