اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د سري لنكا اولس مشر ??يتهري پالاسري سينا سره ليدلي دي ۔د مل??قا?? په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو لا مستحكمولو پريكړه شوې ده ٬پھ دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د تاريخي اړيكو ذكر كولو سره دې خبرې ته سلا راغله چې پاكستان او سري لنكا به پھ ګڼ اړخيزه فورمونو خپ??ه مرسته روانه ساتي۔د سري لنكا اولس مشر د ترهه ګرۍ او قدرتي آفتونو پھ مهال د پاكستان د اړخه په مرسته كولو د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي مننه وكړه۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او اقتصادي اړيكو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔په مل??قا?? كښې دې خبرې تههم سلا راغله چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرستې ته د ودې وركولو پراخا موقعې شته۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل پاكستان سري لنكا سره خپ??ې اړيكې مهمې ګڼي۔ده ووئيل سري لنكا د سارك يو مهم هېواد پھ حېث سيمه ايز تنظيم كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل مونږ د سري لنكا سره تجارتي او اقتصادي مرستې ته پراختيا وركول غواړو۔ده د سري لنكا اولس مشر ??ه د پاكستان دورې كولو ب??نه هم وركړه