نيويارك 19 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د تركيه اولس ??شر رجب طيب اردوان سره د نهې په ورځ نيو يارك كښې ليدلې دي ۔دا ملاقات د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع شوې۔په دې مهال دوه اړخيزه اړيكو م??تح??مولو په حقله تفصيلي خبرې شوي دي ۔په ملاقات كښې په سيمه ايزامن او د سلامتيا په وضعه هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د پاكستان او تركيې اړيكې په شريكه عقيده٬اقدارو٬كلتور٬تاريخ او باور او مرسته اډانه دي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو اولس ترمينځه رابطې په ستراتېژېكي شراكتدارۍ بدلې كړې شوي او د وخت سره سره به دا لا م??تح??مېږي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه باقاعده اعلٰی كچ تبادلو او د اعلٰی كچ ستراتېژېكي مرستې كونسل د لارې اداره جاتي رابطې ستائېلو سره دواړو لارښودو ٬سياسي٬دفاعي٬تجارتي او د سرمايه كارۍ په تبادلو د اطمينان څرګندونه وكړه۔دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دې اقتصادي مرستې زياتولو ته خاص پام لرنه وكړې شي او دوه اړخيزه تجارت ودې له دې آزادې تجارتي ل??ظ نامې له حتمي شكل وركولو له په ګډه كار وكړې شي۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل پاكستان او تركيه په مهمو چارو د يو بل مرسته كړې۔وزيراعظم د هند په قبضه ك??ې د جمو كشمير اولس ??لو ځلو له د تركيې په پرله پسې ملاتړ كولو د رجب طيب اردوان مننه وكړه۔رجب طيب اردوان په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو يو ډول خيالاتو او په بېلو څانګو ګ??ې د مرستې د لارې دوه اړخيزه اړيكو م??تح??مېدل وستائېل۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه په شريكه ګټه اډانه ستراتېژېكي شراكتداري م??تح??م كولو له د تركيې د عزم پخلې وكړو۔دواړو لارښودو په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په افغانستان ك??ې د امن او ا??تح??ام هڅو په حقله دوي دې خبرې ته سلا شول چې د افغانستان شخړې كوم پوځي حل نشته او په افغانستان ك??ې د افغانانو د لارې او د هغوي په قيادت ك??ې د امن عمل لپاره افغانستان كښې به سياسي مصالحت له هڅې روانې ساتلې شي۔دواړو لارښودو ٬افغانستان كښې امن او ا??تح??ام له د پاكستان٬افغانستان٬تركيې٬درې اړخيزه عمل بحالولو٬د روهنګيا مسلمانانو ستونزو ختمولو له په سمدستي توګه اقداماتو كولو ته سلا شول۔د تركيې اولس ??شر رجب طيب اردوان او وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د روهنګيا مسلمانانو په معامله هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او په نړيواله ورورولۍ زور راوړلې شوو چې د روهنګيا مسلمانانو ستونزو ختمولو له دې په سمدستي توګه ګامونه پورته كړې شي