اسلام آباد 06 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم ??مران خان وئېلي دي په افغانستان كښې د سياسي خبرو اترو بهير د لارې د امن راوستلو په اړه د پاكستان دريځ توثيق شوې٬نن د ډومور غوښتنې په ځاې د افغانستان سوله ايز حل لټولو لپاره زمونږ نه مرسته غوښتلې كېږي٬اوس به د كوم بل چا د جنګ كولو په ځاې پاكستان د ثالثۍ د لارې حل له خپل كردار ترسره كوي٬په يمن كښې به د امن په اړه هم د خپل كردار ترسره كولو بشپره هڅې كوو٬د ټولو مذهبونو وګړيو ته د هغوي تر عبادت ځايونو رسنه وركول د پاكستان ذمه واري ده٬سكھ ټولنې د كرتارپور د لارې ډېره ستائنه كړې٬هيله ده هند به هم د دې مثبت ځواب وركړي٬كه اقتصادي صورتحال رښتيا بد ؤ نو هېواد ته به كومه غېر ملكي سر??اي?? كاري نه راتلله٬سره د سختو حالاتو زمونږ معاشي ډلې د كاركردګۍ څرګندونه كړې۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د وفاقي كابينې د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې ۔وزيراعظم ووئيل امريكې دا خبره په وړومبي ځل منلې كومه چې پاكستان تحريك انصاف تل كړی٬چې د افغانستان د مسئلې كوم پوځي حل نشته۔وزيراعظم ووئيل په افغانستان كښې د امن عمل په اړه د افغان سولې عمل لپاره د امريكې ځانګړي استازي زلمے خليل زاد ده سره ملاقات كړې او زه خوشحاله شوم چې د تحريك انصاف دريځ يې تسليم كړې۔ وزيراعظم ووئيل امريكې سياسي حل لپاره په افغانستان كښې په امن او استحكام كښې د پاكستان د ګټی اعتراف كړی٬مونږ د پنځلسو كلونو نه وائيو چې د افغانستان مسئله پوځي حل نه لري٬زه خوشحاله يم چې امريكې دا خبره تسليم كړې او پاكستان په افغانستان كښې امن لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل زمونږ كردار په افغانستان كښې د مذاكراتو د لارې د امن په حقله دے او زمونږ تل دا دريځ پاتې شوې چې په افغانستان كښې د مذاكراتو د لارې د مسئلې سياسي حل ولټولې شي٬ عمران خان ووئېل د لو?? څښتن شكر دې چې نن د ډومور غوښتنې په ځاې د افغانستان سوله ايز حل لټولو لپاره زمونږ نه مرسته غوښتلې شي٬د يمن صورتحال په اړه وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت د يمن بحران د ثالثۍ د لارې حل كولو لپاره خپل كردار ترسره كول غواړي۔وزيراعظم ووئيل د ټولو مذهبونو وګړيو ته تر عبادت ځايونو رسنه وركول د پاكستان ذمه واري ده٬كه هغه سكھ وي بدمت يا كوم نورو مذهبونو سره تعلق لرونكې۔ ده ووئېل د اقليتونو د مقدسو ځايونو په اړه آسانې پېدا كول د تحريك انصاف د منشور برخه ده۔د معاشي صورتحال ذكر كولو سره وزيراعظم ?? خپل اقتصادي ډلې پوره دفاع وكړه او وې وئېل په سختو حالاتو كښې هم معاشي ډلې د كاركردګۍ څرګندونه كړی۔په دې لړ كښې ده د خزانې وزارت٬تجارت او د منصوبه بندۍ وزارت كردار ستائېلو سره ووئيل ټولو خپل كردار ترسره كړې او مونږ د سختو حالاتو نه وتلې يو۔ده ووئيل زمونږ مخالفين خراب حالات ښائي خو د له بلې خوا په لويه پیمانه سر??اي?? كاري راروانه ده٬كه اقتصادي صورتحال په رښتيا ډېر خراب ؤ نو هېواد ته به غېر ملكي سر??اي?? كاري نه راتلله۔ده په دې لړ كښې د سوزكي لخوا د 450 ملينه ډا??رو د كوكاكولا لخوا د 200 ملينه ډا??رو٬د پيپسي لخوا د 400 ملينه ډا??رو٬د ايګزن موبائل كمپنۍ لخوا په سمدستي توګه د 200 ملينه ډا??رو او د جے ډبليو فور لين لخوا د 900 ملينه ډا??رو د سر??اي?? كارۍ ذكر وكړو۔وزيراعظم ووئيل فورلين كمپني به په پاكستان كښې د موټرو مكمل مينوفيكچرنګ پ??ان?? لګوي كومه چې په پاكستان كښې يوه ځانګړی وړومبنۍ پروژه ده۔دا به د كاركنانو تربيې لپاره تكنيكي اداره هم جوړوي كوم چې په هېواد كښې د صنعت كارۍ په پلو يو لويې قدم دې۔وزيراعظم ??مران خان ووئيل په هېواد كښې د غېر ملكي سر??اي?? كارۍ د دې هلو ځلو درناوې اقتصادي ډله لري