تربېلا 24 نومبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د سپېشل سروسز ګروپ (اېس اېس جي) د مركزي دفتر دوره كړې او د كرنل كمانډنټ په ځائ كولو دستوره كښې ئې ګډون كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ج??ري شوي بيان له مخې د اېس اېس جي مركزي دفتر ته رسېدو د پوځ سرلښكر د شهيدانو په يادګار حاضري وكړه او د ګلونو څادر ئې خپور كړو۔ مېجر جنرال عابد رفیق د اېس اېس جي وړومبې كرنل كمانډنټ غوره كړې شوې۔ د دستورې نه پس ګډون كوٶنكو چې پكښې حاضر سرو?? او ريټائر افسران هم شامل وو ته خپلې وېنا كښې د پوځ سرلښكر د اېس اېس جي بې مثال ??رد??ر او په خاص توګه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قربانيو ستائنه وكړه۔ سرلښكر ووئيل اېس اېس جي د نړۍ غوره او خاص فورس د?? او دا دوي د خپلې وظيفائي كاركردګۍ او د خپلو قېمتي ځانونو په عظيمو قربانيو ثابته كړې ده