اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په متروكه وقف املاك بورډ كښې په لويه پېمانه په بې قاعدګۍ او په مالي بد انتظامۍ سخته اندېښنه ښودلو سره د متروكه وقف املاك بورډ د فرانزك آډټ كولو امر كړے او د مذهبي ??ارو سېكتر ته ئې سپارښتنه كړې چې د متروكه وقف املاك بورډ ټولې معاملې كابينې ته وړاندې كړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د متروكه وقف املاك بورډ غونډه وشوه۔ وزيراعظم ته د بورډ پھ چارو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ غونډه كښې د مذهبي ??ارو وفاقي وزير نورالحق قادري٬ د مذهبي ??ارو سېكتر محمد مشتاق احمد٬ د متروكه وقف املاك بورډ سېكتر محمد طارق او سي??ئر چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د بورډ تنظيم نو٬ په سباؤن كښې د بورډ نظام په ښه ډول چلولو او د اثاثو ګټور استعمال باوري كولو لپاره د خاص ټ??سك فورس ج??ړولو