اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) پاكستان د سوله ايز ګاونډيتوب د پالېسې په رڼا كښې يو ځل بيان د دې عزم څرګندونه ك??ې۔ پاكستان به د جمو و كشمير پشمول د ټولو شخړو حل لپاره هند سره روابطو لپاره ټول ضروري اقدامات كوي۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه ك??ې د خارجه وزارت لخوا ايوان ته په تحريري ت??ګه ووئيل شول چې د هند پشمول ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيكې ساتل د اوسني حكومت پاليسي ده۔ هم دا پېغام وزيراعظم عمران خان قوم ته په خپله وړومبې وېنا كښې وركړے و او ده دا هم وئيلي و چې كه هند دوستې لپاره يو قدم وړاندې راځي نو پاكستان به دوه قدمه وړاندې ورځي خو دا خب??ه د افسوس وړ ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په مهال ??ند د خارجه وزيرانو ملاقات منسوخ كړو۔ افغانستان سره غ??ره اړيكو لپاره په كار كولو زور راوړل شوې٬ پاكستان د افغانانو په لارښونه او افغانانو لپا??ه د خپل تفاهم عمل د لارې امن لپاره افغانستان س??ه د كار كولو عزم لري۔ د خارجه وزارت لخوا ووئيل شول چې پاكستان په هر يو نړيوال ??ورم د جمو و كشمير شخړه په ډاګه كوي