سرينګر 27 اکتوبر (اے پي پي) د كنټرول لائن په دواړو خوا او ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريانو تېره د خالي ورځ د تورې ورځې په تو??ه ولمانځله۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد نړيوالې ټولنې ته دا پېغام وركول وو چ?? هند د دوي د خواهشاتو په ضد په جمو او كشمير غېر قانوني قبضه كړې او هغه كشميريانو ته خپل د خپلواكې بنيادي حق نه وركوي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د اكتو??ر په 27مه نېټه كال 1947م كښې هند جمو او كشمير ته خپل پوځ داخلولو سره د نيمې وچې د تقسيم د پلان څرګنده خلاف ورزي كولو سره د كشميريانو د خواهشاتو په ضد په كشمير قبضه كړې وه۔ په مقبوضه كشمير كښې په دې موقع په مكمل تو??ه هړتال وكړې شو او د نړۍ په ټولو هېوادونو كښې لاريونونه وويستلې شول۔ د حريت مشرانو د هړتال غږ كړے وواو د حريت نورو تنظيمونو ئ?? ملاتړ كړے وو