اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)د پاکستان تحریك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي اسد عمر وئيلي دي چې ع??را?? خان به په اكثريت سره وزيراعظم منتخب شي٬ د پاکستان د بهترۍ او بدل?? سفر پېل كېدونكې دې٬ معيشت د هر قام ساه رګ وي٬ د اولس بهترۍ لپاره به پرېكړې كوٶ۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د پاکستان د بهترۍ او بدل?? سفر پېل كېدونكې دې٬ دا مهال د هېواد دننه لوي چېلنج د اولس ضرورتونه په ترجيحي بنيادونو ترسره كول دي٬ كه چرې روزګار نه وي نو يو كس ګراني نه شي زغملے۔ اسد عمر ووئيل نن د جمعې په ورځ د وزيراعظم انتخاب كېږي ع??را?? خان به په اكثريت سره وزيراعظم منتخب شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پي ټي وي دې يوازې حكومت لپاره نه بلكې ګردې نړۍ لپاره كار وكړي۔