اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) اولس ??شر ممنون حسېن وئيلي دي چې پرمختللې٬ قوي او جمهوري پاكستان زمونږ منزل دے٬ پاكستان د نيمې وچې د مسلمانانو ا??يد او د الله يو نعمت دے٬ پاكستان جوړولو لپاره زمونږ مشرانو ځانګړې تحريك چلولې او بې مثاله قربانې وركولو سره ئې دا هېواد ترلاسه كړے٬ د دې نه پس د راتلونكو ذمه واري ده چې هغه دا هېواد د هېواد د جوړونكو د خوبونو له مخې جوړ كړي٬ دې مقصد لپاره د قوم د بېلا بېلو طبقو ترمېنځه د ښو اړيكو٬ همغږۍ او ورورولې ضرورت دے٬ د پاكستان اولس د جولائي په 25مه نېټه يو ځل بيا په پرجوش ډول په دې اصولو د تصديق مهر لګولې چې هېواد د اولس په خوښه جوړ شوے او د قسمت پرېكړې به ئې هم د ووټ په پرچه كېږي٬ د پاكستان اولس د دې حقيقت نه خبر دے چې د هغوي استازي هغه كېدے شي د كومو چې دوي ټاكنه وكړي٬ پاكستان به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل لپاره خپل سياسي او اخلاقي ملاتړ د تل پشان روان ساتي۔ ده دا خبرې د نهې په ور?? د پاكستان د آزادې ور??ې په موقع په كنونشن سنټر كسې د بېرغ هسكولو قومي دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دستوره كښې نګران وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك٬ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه٬ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬ د قومي اسمبلۍ سپيِكر سردار اياز صادق٬ شاه محمود قرېشي٬ غېر ملكي سفارتكارو٬ د درې واړو وسله والو ځواكونو مشرانو٬ د نګران وزيرانو علي ظفر٬ عبدالله هارون٬ مهمو شخصياتو او د سكولونو او كالجونو زده كوونكو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ اولس ??شر وزيراعظم ناصرالملك سره په ګډه قومي بېرغ هسك كړو۔ په دې موقع نامتو سندرغاړو او د سكول ماشومانو ملي نغمې وړاندې كړې۔ اولس ??شر ووئيل چې پاكستان يو احساس٬ يوه خوشبو او يوه عقيده نه بلكې د دې ټولو تصوراتو مجسم تصوير او زمونږ د پناه ځائ هم دے چې په غېږه كښې ئې مونږ هره لمحه او هره ور?? د آزادې خوند اخلو خو په دې ور??و او لمحو كښې يوه داسې ور?? هم شته كومه چې تر ټولو زياته روښانه٬ تر ټولو زياته خوشګواره او تر ټولو زياته ښكلې ده٬ دا هغه ور?? ده كومې ته چې 14 اګست وئيلې شي٬ په دې ور?? زمونږ جذبې لا ځوانې شي٬ د وطن د خدمت خواهش قوي شي او د خپل بېرغ لا هسكولو مينه زياته شي ځكه چې دا د اميدونو د پوره كېدو ور?? ده٬ دا د حقيقي جشن ور?? ده۔ زه تاسو ټولو او ټول قوم ته د دې ور??ې مباركي دركوم۔ اولس ??شر ووئيل چې دې ځل له د آزادې ور?? او ټولټاكنې يو ځائ راغلې٬ زه ګڼم چې په دې نزدې والې كښې به يو رمز او پېغام پټ دے٬ دا يو شان يادونه ده چې دا هېواد چې څنګه د اولس په خوښه جوړ شوے٬ دغسې به د دې هېواد د قسمت پرېكړې هم د ووټ په پرچه كېږي۔ د پاكستان اولس د جولائي په 25مه نېټه يو ځل بيا په پرجوش ډول په دې اصولو د تصديق مهر لګولې چې هېواد د اولس په خوښه جوړ شوے او د قسمت پرېكړې به ئې هم د ووټ په پرچه كېږي٬ د پاكستان اولس د دې حقيقت نه خبر دے چې د هغوي استازي هغه كېدے شي د كومو چې دوي ټاكنه وكړي۔ قانون به هغه مناسب وي كوم چې خوښ كړې شوي خلق په اېماندارې٬ خلوص او مينه جوړ كړي ځكه چې د نړۍ تاريخ وائي چې د ابتدا نه تر نن يوازې هغه قانون كامياب شوے او اولس قبول كړے كوم چې د اولس په خوښه جوړ شوے۔ ده ووئيل چې د دې تر ټولو لويه ګټه دا وي چې د داسې قوانينو په نفاذ خواري٬ سرمايه او طاقت نه خرڅ كېږي بلكې قومي دولت د خدائ د مخلوق خدمت او فلاح لپاره بېلولې شي۔ اولس ??شر ووئيل چې زما دعا ده چې الله تعالٰي د هېواد او ملت بهترې ٬ ښېګړې او د پرمختګ جذبې او نېك نيتي سره د هېواد د كاروبار سنبالوونكو لارښونه وكړي او د پاكستان خدمت كوونكو لپاره اسانيې پېدا كړي۔ اولس ??شر ووئيل چې پاكستان د نيمې وچې د مسلمانانو ا??يد او د الله يو نعمت دے٬ پاكستان جوړولو لپاره زمونږ مشرانو ځانګړې تحريك چلولې او بې مثاله قربانې وركولو سره ئې دا هېواد ترلاسه كړے٬ د دې نه پس د راتلونكو ذمه واري ده چې هغه دا هېواد د هېواد د جوړونكو د خوبونو له مخې جوړ كړي٬ دې مقصد لپاره د قوم د بېلا بېلو طبقو ترمېنځه د ښو اړيكو٬ همغږۍ او ورورولې ضرورت دے۔ اولس ??شر ووئيل چې مونږ پاكستاني قوم ته سلام كوو كوم چې د صبر او حوصلې نه كار اخستلو سره ترهګرې ته ماتې وركړه او ټولټاكنې ئې باوري كړې۔ ده ووئيل چې مونږ په خوږ وطن كښې د امن او امان بحالې او د ترهګرې خاتمې لپاره قربانې وركوونكو ته هم د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوو او د دوي لوړو درجو لپاره دعا كوو۔ اولس ??شر ووئيل چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل لپاره خپل سياسي او اخلاقي ملاتړ د تل پشان روان ساتي٬ ملګرو ملتونو ته وايو چې هغوي دې هم په دې لړ كښې د حق نعره پورته كړي۔ د دستورې په پاې كښې اولس مشر٬ نګران وزيراعظم٬ سرلښكر٬ د سېنېټ چيئرمېن٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر او نور په ملي نعمو او نورو پروګرامونو كښې شريكو ماشومانو سره ليدنه وكړه او ماشومانو دې قومي مشرانو سره تصويرونه وويستل۔