اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پی پی)د پاکستان تحریک انصاف چیئرمین عمران خان وئيلي دي پاكستان د ايران په شمول ??ول?? ګاونډي هېوادونو ??ره تجارت كول غواړي۔ پاكستان د ايران او سعودي عربستان ترمينځھ تعميري او مثبت رول لوبولو له چمتو دے۔ پاكستانې معيشت په خپلو پښو ودرول زمونږ تر ??ول?? اولنې هدف دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه عمران خان د ايران سفير مهدي هنر دوست سره دخال?? په ورځ بني ګاله كښ?? ملاقات كښ?? وكړه۔د تحریک انصاف میډیا سنټر ترمخه ايراني سفير عمران خان ته ټاكنو كښ?? په كاميابۍ د ايران اولس مشر لخوا د مباركۍ پېغام وركړو۔ ملاقات كښ?? دوهم چيئرمېن شاہ محمود قرېشی، شیریں مزاریي او نعیم الحق هم موجود وو۔ عمران خان خپلو خبرو كښ?? ووئيل زه د ايران دورې او د تاريخي ځايونو ليدلو كښ?? خوښي لرم۔ ایرانی سفیر ووئيل پاكستان سره د مرستې او همكارۍ ټولې لارې پرانستلې دي۔ ده ووئيل ايران پاكستان ګاز پائپ لائن منصوبه د پاكستان سباؤن بدلولې شي۔ ايران ددې منصوبې په اړه پاكستان سره تعميري خبرو ته چمتو دے۔ ده ووئيل اايران به منطقه كښ?? امن لپاره د پاكستان د وړاندېزونو هركلې كوي۔