اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشرې سناتورې شېري رحمن وئيلي دي پیپلز ګوند اقتدار كښې راتلو سره به اولس ته د ژوند بنيادي اسانۍ وركړي۔ يو نجي ټي وي سره خبرو كښې ??ې ووئيل پاکستان پیپلز ګوند د سندھ سيمو كښې د اولس پرمختګ او سوكالۍ لپاره ډېر كارونه كړي دي۔ هيله ده چې د دغې كاركردګۍ په بنياد به اولس پيپلز ګوند ت?? ووټ وركړي۔ ??ې ووئيل بلاول بھټو زرداری په ګرد هېواد كښې خپل انتخابي مهم په غوره ډول روان ساتلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??ې ووئيل جمهوریت لپاره د كركې او احتجاج سياست ب??يد ختم كړې شي۔ ??ې ووئيل انتها خوښي ٬ غېر مهذب ژبه كارول او د ت??رونو سياست هم د ترهګرۍ يو سبب دے۔ دې هېواد څخه د ترهګرۍ ختمولو له د ټولو سياسي ګوندونو يو ځائې ناستې په حاجت زور راوړو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ??ې ووئيل د عبوري حكومت ذمه واري ده چې هغه د ټولو سياسي ګوندونو ګيلې لرې كړي۔