اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د خز??نې وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي پاكستان كښې د حكومت بدلېدو سره د سرماي?? كارۍ پالېسي نه بدلېږي٬ټول سياسي ګوندونه پھ دې خبره سلا دي چې شخصي څانګه اقتصادي پرمختګ كښې د انجڼ حېثيت لري٬بهرني سرماي?? كار چې كله وغواړي خپله سرمايه ويستلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ٬ د سرماي?? كارۍ بورډ د سيوري لاندې سرماي?? كارۍ كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔د خز??نې وزير ووئيل زمونږ حكومت به راروانه اونۍ كښې ختم شي او د دوو مياشتو لپاره به لنډ مهاله سېټ اپ جوړ شي دغسې د ټاكنو نه پس به نوې حكومت جوړ شي خو د سرماي?? كارۍ پالېسي به په خپل ځاې وي۔ده ووئيل ټول سياسي ګوندونه د سرماي?? كارۍ په پالېسۍ متفق دي ځكه چې نجي څانګه معاشي پرمختګ كښې د انجڼ حېثيت لري۔ده ووئيل پاكستان كښې د سرماي?? كارۍ ګڼې موقعې شته۔ده ووئيل د پاكستان په اړه نړيوال تشخص سم نه دے٬پاكستان يو مستحكم او پرمختللې هېواد دے۔ده ووئيل برآمدات تندۍ سره زياتېږي٬هيله لرو چې راروانو شپږو مياشتو كښې به د كرنټ اكاؤنټ خسارې مسئله حل شي۔د خز??نې صلاحكار ووئيل مونږ كراچۍ كښې امن راوستلو كښې بريالي شوي يو٬حكومت د سړكونو او موټرويز جال غزولې۔ده ووئيل په پنځو كلونو كښې لس زره مېګاواټ زياته برېښنا پیدا كړی شوې چې ورسره لوډشېډنګ ختم شوې۔ده ووئيل دا مهال په هغه سيمو كښې لوډشېډنګ كېږ?? چرته چې د برېښنا غلا كېږي٬كاروباري چاپېرچل ښه كولو له75 اصلاحات شوي دي