سرګودھا 30 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د پاکستان مسلم لیګ (ن) حكومت به د هېواد او قام خدمت كولو سره خپله آئيني موده بشپړوي٬ چيف جسټس آف پاكستان سره د ملاقات تكليف يوازې زمونږ مخالفينو ته رسېدلې٬ ما كومه ذاتي خبره نه ده كړې٬ زما ګواه چيف جسټس دے٬ مونږ د هېواد خبره كړې ده٬ د هېواد ښه والې لپاره يو فريادي تللې وم٬ د ووټونو د خرڅولو او اخستو سياست هېچرې قبولې نشو، څوك چې په پیسو سناتور جوړېږي هغه د پاکستان نمائندګی نه شي كولې، هغه كسان كورونو ته لېږل غواړي ، په نواز شریف د کرپشن کوم تور نشته، نیب عدالت څخه د انصاف هيله نه لرو ٬پنجاب او پاکستان ??ښې ځائې په ځائې وګرځئ کار به تاسو ته د مسلم لیګ (ن) او نواز شریف په ښكاري، يواځې مسلم لیګ (ن) په زړه پورې كار كوي، د پاکستان د مسئلو حل کولو لپاره كار كوو، دې څخه وړاندې چې څومره هم حکومتونه راغلې خپل جیبونه ئې ډك كړې۔ ده د جمعې په ورځ سرګودھې لپاره د سوئی ګیس وركولو دوو پروژو او ډی ایچ کیو روغتون ??ښې کارډيك سینټر پرانستې نه پس اولس غونډې ته خطاب کولو۔ په دې موقع وزیراعظم سرګودھا ??ښې د وومن پوهنتون ، کینسر روغتون او چلډرن روغتون جوړولو او پاتې سيمو ??ښې د ګاز وركولو اعلان هم وكړو۔ دستوره ??ښې د اطلاعات دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب، د وزیراعظم خاص مرستيال مصدق ملك، دوهم وزير محسن نواز رانجھا،سيمې سره تعلق لرونكو د قامی اسمبلۍ غړو حامد حمید، ډاکټر ذوالفقار بھټی او نور مشران هم موجود وؤ۔ وزیراعظم ووئيل نن سرګودها ??ښې د ګڼو خلقو په كتلو ډير خوشحاله شوم، مونږ له لوے څښتن موقع راكړې نواز شریف له ئې موقع وركړې او تاسو ګورئ يواځې سرګودها ??ښې نه په ټول هېواد ??ښې چې چرته هم ځې پرمختيائي كارونه به د محمد نواز شریف او پاکستان مسلم لیګ (ن) په نظر راځي۔ ده ووئيل 2013ء ??ښې چې كله مونږ اقتدار تر لاسه كړو نو هېواد ګڼو چيلنجونو سره مخ ؤ ځكه چې پرویز مشرف كوم كار نه ؤ كړې او نه آصف زرداری كوم كار كړې ؤ۔ ده ووئيل هغه وخت هېواد ??ښې ګاز نه ؤ او نه برېښنا وه ۔ نه سړكونه جوړيدل او نه بندونه ، ده ووئېل كله چې زمونږ حکومت راغلو نو پاکستان 10 لکھ ټنه سره بهر نه راغوښتله۔ سی این جی بند وه ، کارخانې بندې وي ، برېښنا نه وه۔ ??زیراعظم ووئيل نن پھ دې خوشحاله يو چې يواځې سرګودھا ??ښې چې د ګاز كوم كار شوې هغه د 11 اربه روپو دې۔ ده ووئيل نواز شریف اقتدار سنبھالولو نه پس په سمدستي توګه د توان كمي لري كولو امر كړے ؤ چې له امله ئې نن پھ دې مسئله تر ډيره حده قابو موندلې شوي۔ ده ووئيل مونږ تر ټولو اول د ګاز بندوبست کړې او تاسو كتلې چې د سوئی ناردرن په خوارۍ دا ځل په يخښنۍ موسم ??ښې د ګاز ستونزه نه وه۔ ده ووئيل نن د نواز شریف قصور دا دے چې هغه د هېواد خبره كوي۔ وزیراعظم ووئيل د نیب عدالت څخه د انصاف هيله نه لرو۔ زه پھ ډاګه وايم چې كوم تورونه لګولې شوي هغه كوم حقیقت نه لري، نه کوم ثبوت شته او نه څوكه نامه اخلي چې نواز شریف کوم غلط کار كړې۔ ده ووئېل په هغه د کرپشن کوم تور نشته۔ داسې تورنه لګولې كېږي كوم چې حقيقت نه لري۔ وزیراعظم ووئيل د هېواد وزیراعظم اخوا كولو امر راغلو نو محمد نواز شریف خپله چوكۍ پرېښوده، مونږ پھ پريكړه په سمدستي توګه عمل درآمد کړې، دا اوس يوه بله خبره ده چې تاریخ دې پريكړې ته په څه نظر ګورې، دا به هم وخت ثابته کړي۔ وزيرعظم ووئېل يوه اقامه كومه چې څه حقیقت نه لري د هغې په بنياد نواز شریف فارغ کړې شوې، د دغې پريكړو سره هېواد ته زيان رسي۔ وزیراعظم ووئيل تيرو 5 كلونو ??ښې چې څه شوې هغه ټولو ته معلومه ده ، كله به دهرنې ، كله به عدالتونو ??ښې مقدمې وې خو مسلم لیګ (ن) او نواز شریف چې په 5 كلونو ??ښې كوم كار كړې نورو ګوندونو له چیلنج وركوم چې د دې موازنه د 65 كلونو سره وكړي، ده ووئېل دا مهال ټول ګوندونه اقتدار لرې ، يو سره سندھ او بل سره کے پی کے ??ښې حکومت دے خو بيا هم پرمختګ پنجاب ??ښې شوے دے۔ وزیراعظم ووئيل كله چې پاكستان جوړ شوې 20 زره مېګاٶاټ برېښنا پاكستان ??ښې پېدا شوې خو زمونږ په دور ??ښې لس زره 400 مېګاٶاټ برېښنا په 5 كالو ??ښې زمونږ حكومت جوړه كړه٬ د برېښنا لوډشېډنګ كم شوې٬ دا منصوبې به تر شلو كالو روانې وي٬ مونږ چې حكومت ترلاسه كړو نو ډېر چېلنجونه ٶ٬ د برېښنا په سبب نن كارخانې چلېږي٬ د ھغوي سپلائي زياته ده٬ د مقامي كورونو مسئلې ضرور راځې ٬ رامخې ته كېږي او وي خو د برېښنا په پېداوار ??ښې هېڅ كمې نه دې راغلې٬ برېښنا په نظام ??ښې شته ٬ د لوډشېډنګ خاتمه به وشي٬ د دولس دولس او شپاړس شپاړس ساعتونو لوډشډنګ ختم شوې دې٬ وړومبي حكومتونو ختمولې شو خو ھغوي ھغه وخت هېڅ كار ونه كړې شو٬ نن ھغه خلق خبرې كوي چا چې دا مسئلې پېدا كړې دي٬ مونږ دوي څخه هېڅ خطر نه لرو٬ د پاكستان اولس د نوازشریف او مسلم لیګ (ن) كارونو ته ګوري٬ كاروونه په نظر راځي٬ په كال 2013 ??ښې چې معيشت چرته ٶ بايد موازنه وكړې شي٬ هېواد ??ښې د پرمختګ دور پېل شوې دې سږ كال د جي ډي پي شرح 5.7 فيصده ده٬ دا د 3 فيصده نه كمه وه كومه چې زياته كړې شوه ٬ مونږ د ټولو خنډان باوجود مقابله وكړه او د پرمختګ سفر م?? دوام دار وساتو۔ ده ووئيل 1700 كلوميټره يوازې موټروے نن په پاكستان ??ښې جوړه شوې ده يا بشپړېدونكې ده ٬ دا كارونه وړومبو حكومتونو هم كولې شي ولې چي ھغوي سره هم دا وسائل ٶ مونږ وسائل هم پېدا كړه او صوبو ته مو هم وركړه ۔ څومره چې مو خېبر پښتونخوا ٬ سندھ ته وركړې هم ھغه هومره مو پنجاب ته وركړې۔ نن د سندھ ٬ خېبر پښتونخوا ٬ بلوچستان پشمول د هېواد هر وګړې دا وائي چې كه چرته په صوبو ??ښې كار شوې نو ھغه د پنجاب حكومت كړې۔ وزیراعظم ووئيل د ټولو نه زيات مونګ هېواد ته د شرافت سياست وركړٶ٬ مونږ تل د هېواد د مفاداتو خبره كړې په جولائي ??ښې به مسلم ليګ (ن) بريالې كېږي۔ وزيراعظم د قامي اسمبلۍ غړي حامد حميد په غوښتنه په سرګودها ??ښې د وېمن یونیورسټۍ، د کینسر او ماشومانو د روغتون جوړولو او پاتې سيمو ته د ګاز وركولو اعلان وكړو۔ وزیراعظم ووئيل چې زما ذاتي تجربه ده چې كوم خلق ګوندونه پرېږدي اولس ئې ډاډګيرنه نه كوي۔ ده ووئيل چې په سياست ??ښې د عزت خبره پاكستان مسلم ليګ (ن) كوي دغسې د جمهوريت خبره هم مسلم ليګ (ن) كوي۔