اسلام آ??اد ۔ 18 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د خزانې او اقتصادي چارو خاص مرستيال مفتاح اسماعيل وئيلي دي حکومت په مجموعي توګه پېداوار ٬ اقتصادي زياتوالي ?? برآمداتو كښې اض??فې او درآمداتو او افراط زر كښې كمي له كار كوي۔ د اتوار په ورځ يوه مركه كښې ده ووئيل د نوي مالي ??ال د بجټ تيارۍ پېل شوي دي او زمونږ هڅه ده چې قامي پېداوار ٬ اقتصادي زياتوالي ?? برآمداتو كښې اض??فې او درآمداتو او افراط زر كښې كمي ته خاص اهميت وركړې شي۔ ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ تر سېوري لاندې بېلو منصوبو لپاره د مشينرۍ درآمد كولو په سوب د پاكستان درآمدي بل زيات شوې كوم كښې به چې و??و ورو كمې راوستلې شي۔ ګرځنده قرضو كښې د كمي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل صوبائي حكومتونه هم بايد په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ صوبائی حکومتونه دې صارفينو څخه د واجب الادا بلونو اخستلو له ګامونه پورته كړي۔ د پی آئی اے او سټیل ملز نجکارۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په نقصان كښې د تلونكو سركاري ادارو نجكاري ضروري ده او دې څخه ترلاسه كېدونكې آمدن بايد د روغتيا او زده كړو په منصوبو مصرف كړې شي۔