لاهور23 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي نواز شریف د پاكستان مسلم ليګ (ن) روح روان دے او وي به۔ د نواز شريف سياست جدا كېدې نه شي۔ نواز شريف د زړونو څخه ويستلې كېدې نه شي۔ داسې ګامونه بايد پورته نه كړې شي چې ورسره د ادارو ترمينځه محاذ آرائي وي۔ وړاندې به نېب خلك بامشرف كول اوس ئې بې نواز كوي۔ په پارلمان او انتظاميه س??جيكل سټرايكس كولې شي۔ د مسلم ليګ (ن) سنټرل اېګزېكټو كمېټۍ كښې به د نوي صدر اعلان كولې شي۔ د بده مرغه پاكستان بهرنو خطرو سره مخ دے۔ هېواد دښمنه قوتونه ز??ون?? اقتصادي او معاشي ??اميابو څخه وېرېږي ځكه ز??ون?? په ضد يو موټې شوي دي۔ دښمن غواړي پاكستان كښې امن نه وي۔ هندوستان د سرجيكل سټرائيك دړكې راكوي ??ون?? له به ددې په نره مقابله كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د جمعې په ورځ لاهور کالج فارووېمن پوهنتون كښې د فارسۍ څانګې ٬ فردوسي چيئر ٬ د لوړو زده كړو كمېسيون اسلام آباد ٬ خانه فرهنګ اسلامي جمهوريه ايران او د مسلم انسټيټيوټ په مرسته د “امن و سلامتی کے فروغ میں تصوف و عرفان کا کردار” په س??خط درې ورځني كنفرنس ته خطاب و ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د ټكر په ځائې امن او همغږي نړيوال امن لپاره ضروري دے۔ د هر يو نظام يو مقصد وي او كوم نظام كاميابي په همغږۍ اډانه وي او كه دې يقين سره كار وكړې شي ??و نظام كښې خلل نه رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل پرمختګ امن سره تړلې دغسې رزق هم امن سره مشروط دے۔ ده ووئيل مايوسي انسان ذهني تناؤ پلو ??وځي او ذهني تناؤ انسان مخ په وړاندې تلو څخه لرې كوي۔ وفاقي وزير ووئيل په تېرو دورونو كښې لوډشېډنګ زيات وو او ??ون?? په معاشي توګه كمزورې وو۔ ولې نن به ??ون?? له د پاكستاني اولس په حېث په ځان باور پېدا كول وي۔ هېواد كښې د امن وضعه رامخې ته شوې ٬ لوډشېډنګ ختم شوې ٬ دا مهال د نړۍ په رامخې ته كېدونكو رياستونو كښې د پاكستان 5م لمبر دے۔ يو وخت وو نيوز ويك پاكستان نړۍ لپاره تر يو خطرناك هېواد ګرځولې وو ولې نن هم دغه مېګزين پاكستان د نړغ رامخې ته كېدونكې پرمختيائي هېواد ګرځوي۔ ده ووئيل هغه وخت لرې نه دې چې پاكستان به د نرۍ 20 لويو معاشي ??ېوادونو په فهرست كښې شامل شي۔ ده ووئيل پاكستان يو امن ناكه هېواد دے چرته چې ترهګري ختمه شوې۔ د سری لنکا، وېسټ انډیز کرکټ لوبډلې پاكستان ته راځي۔ د پي اېس اېل مېچونه وړاندې لاهور كښې شوې وو اوس به كراچۍ كښې كېږي۔ د احد چيمه د نيولو ??ه اړه د يوې پوښتنې په ځواب احسن اقبال ووئيل نېب وګړي بې نواز كوي او خپل كار په صحيح ډول نه كوي۔ دا د افسوس وړ پېښه ده او د ادارو ترمينځھ بايد محاذ آرائي نه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب احسن اقبال ووئيل د پاكستان مسلم ليګ (ن) د صدارت پرېكړه لا شوې نه ده۔ د سېنټرل اېګزېكټو كمېټۍ غونډه رابللې شوې چرته به چې په 7 ورځې كښې اعلان وكړې شي۔ ده ووئيل مسلم لیګ(ن) د پاكستان تر ټولو ??وئے ګوند دے كوم چې كراچۍ څخه تر ګلګت بلتستان او پېښور څخه تر ګوادر په اولس كښې مقبوليت لري۔ كنفرنس ته وائس چانسلرې ډاکټرعظمیٰ قرېشی او د فارسۍ څانګې مشرې ډاکټر فلیحه زھرا کاظمی هم خطاب وكړو۔