اسلام آباد ۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر وئيلي دي پاكستان په نړيواله كچه د كشمير تر ټولو لوئے وكيل دے۔ خبريال دې د خپ?? قلم او كېمرې د لارې د كشمير صورتحال نړۍ ته وړاندې كړي۔ هند مقبوضه وادۍ كښې ?? بشري حقونو سخته خلاف ورزي كوي۔ د هند زور ظلم او زياتې نړۍ ته په ډاګه كول د وخت غوښتنه ??ه۔ د دې خيالاتو څرګندونه ??ه د جمعې په ورځ د آزاد جموں و کشمیر پرېس فاؤنډېشن دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ما د پاكستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ته هم وئيلي چې د كشمير مسئله بايد په سياسي توګه د پورته كولو په ځائې ?? بشري حقونو په بنياد پورته كړې شي۔ د پاكستان نه ??ېر د كشميري اولس كوم وكيل نشته۔ ده ميډيا ته ??وا??ت وكړو چې د كشمري مسئله په ډاګه كړي۔ خبريال د ټولنې سترګې دي او دوئي د خپل محنت د لارې خبر راوړلو سره د اولس شعور بېداروي۔ ده په دې مهال د 10 ضلعو پرېس كلبونو ته كمپيوټرې وركړې ٬ سندونه ??و د مرستې چېكونه ??ې هم ووېشل۔ دستورې ته د پرېس فاؤنډېشن چیئرمین او د صحافتي تنظيمونو نمائندګانو هم خطاب وكړو۔